د طبیعي پېښو د مدیریت اداره وايي، د میدان وردګ د چک ولسوالۍ په سلطانپور سیمه کې نن د هاوان د ناچاوده مرمۍ د چاودنې له امله یو ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي.
چارواکي وایي پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې ماشومان له ښوونځي څخه خپلو کورونو ته روان وو.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د هېواد په مختلفو سیمو کې ګڼو خلکو ته ناچاوده مرمۍ مرګ ژوبله اړولې.

