د مقاومت په نوم جبهې د بهرنيو اړیکو مشر علي میثم نظري ويلي، موثق راپورونه شته چې چين د بګرام هوايي اډه کې حضور لري.
نوموړي طالبان تورن کړي چې د بهرنيو ځواکونو د مخالفت دعوهیې درواغ ده او په عملي توګه د نورو هېوادونو د مداخلې وسيله ګرځېدلي دي.
نظري دا څرګندونې په خپل ایکس کې کړي او ويليیې دي طالبان د هېواد د حاکميت لپاره نه، بلکې د افراطي ايډیولوژۍ او شخصي ګټو لپاره جنګېدلي دي.
هغه خبرداری ورکړی چې د افغان خاورې، شتمنیو او منابعو استفاده د هر بهرنۍ ادارې لخوا، د افغانانو له رضا پرته، د منلو نه ده.
د طالبانو حکومت تېرکال د چين حضور رد کړی و او ويليیې و چې بګرام د دوی تر کنترول لاندې دی؛ خو تازه راپورونه وايي، چې چين دا پخوانۍ امريکايي پوځي اډه اداره کوي.
بل لورته تېره ورځ د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د چين د حضور راپورونه ناسم بللي دي.

