د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایکل مککال اعلان وکړ چې هغه به د سپټمبر په لسمه د احمد مسعود په ګډون د افغانستان د ملي مقاومت جبهې له استازو سره وګوري.
مک کال وايي، دی په ډېره لېوالتیا د احمد مسعود د هڅو په اړه اورېدلو ته په تمه دی چې د طالبانو له منګولو د خپلو خلکو د خلاصون لپاره هڅې کوي.
مککال د جمعې په ورځ پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې دی او د ده ټیم له کلونو راهیسې له ښاغلي مسعود او ملي مقاومت جبهې سره په دوامداره توګه تماس لري.
مککال ټینګار کړی چې د طالبانو تروریستي رژیم په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې هر ډول پرمختګ له منځه وړی دی.
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر دغه څرګندونې د امریکا د پخواني پوځي شان راین د هغې غوښتنې په ځواب کې وکړې، چې د امریکا کانګرس ته د احمد مسعود د بلنې لپاره یې کړې وه.
دغه امریکايي چارواکي په وار وار په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر فعالیت نیوکې کړې وې.

