مډرن ډیپلوماسي په یوه مقاله کې لیکلي، پاکستان چې د طالبانو د واکمنېدو پر مهال د سرحدي امنیت هیله لرله، اوس دغه هیلې له منځه تللې او د طالبانو رژیم ورته په مستقیم امنیتي ګواښ بدل شوی دی.
راپور زیاتوي، له ۲۰۲۲ کال وروسته چې د «ټيټيپي» سره د سولې خبرې ناکامې شوې، په پاکستان کې بریدونه زیات شوي دي.
دوی ویلي چې یوازې د ۲۰۲۵ کال د مارچ په میاشت کې تر ۱۰۰ زیات بریدونه شوي چې له امله یې ۲۲۸ کسان وژل شوي او ۲۵۸ ټپیان شوي دي.
په مقاله کې ویل شوي، د ډیورنډ کرښې پر سر لانجې او نښتې لا هم روانې دي او د کډوالو شتون د پاکستان پر سرچینو دروند فشار اچولی دی.

