یکشنبه, فبروري 15, 2026
Homeافغانستانمولوي یعقوب مجاهد:مونږ امنیت لرو او د ساتلو لپاره یې هرې قربانۍ...

مولوي یعقوب مجاهد:مونږ امنیت لرو او د ساتلو لپاره یې هرې قربانۍ ته چمتو یو

د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد وایي، افغانستان اوس له پیاوړي امنیت څخه برخمن دی او له دې خاورې نورو هېوادونو ته هېڅ ډول ګواښ نه متوجه کېږي.

نوموړي د پخواني شوروي ځواکونو د وتلو د کلیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ګاونډیو، د سیمې او نړۍ هېوادونو ته په خطاب کې وویل، چې د افغانستان اوسنی نظام د هیچا پر وړاندې بده اراده نه لري او هېڅکله به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې بل هېواد ته زیان ورسېږي.

دفاع وزیر له بهرنیو پانګوالو وغوښتل چې خپلې پانګې افغانستان ته راوړي، د تخریب او بدنامولو هڅې ودروي او د افغانستان له امنیت او ثبات ملاتړ وکړي.

هغه ویلي، هغه څوک چې د خدای، دین او اسلام پر لاره متیقین وي هماغه موږ ته ښاغلي دي.

هغه ټینګار وکړ چې “اسلامي امارت” د ټولو هغو ډلو د مهار توان لري چې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښوي، او زیاته یې کړه چې افغانستان د سیاسي او اقتصادي اړیکو لپاره د تعامل دروازې خلاصې ساتلي، حتی له هغو هېوادونو سره هم چې پخوا یې پر افغانستان یرغل کړی و.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here