د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر عبدالکبیر، له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو جبري ایستل د اسلامي، بشري او نړیوالو اصولو خلاف عمل بللی دی.
نوموړي دا څرګندونې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ له مرستیال عبدالحق مخدوم سره د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو د یوې لیدنې پر مهال کړې دي.
د کډوالو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې عبدالحق مخدوم د کډوالو د بېرته راستنېدو لپاره په ټولو ولایتونو کې د لازم چمتووالي خبر ورکړی؛ خو د دغو تدابیرو جزییات نه دي ورکړل شوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، یوازې د حمل له ۱۲مې تر ۲۲مې پورې شاوخوا ۴۴،۹۰۰ افغان کډوال له پاکستان څخه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
په ورته وخت کې، د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو مرکز ویلي چې په تېر میلادي کال کې له دغه هېواده له یو میلیون زیات افغانان ایستل شوي دي.

