د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې له لوړپوړو چارواکو سره په لیدنه کې ویلي چې د ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی، او د ژمي له راتګ سره د راستنېدونکو ستونزې هم ډېرې شوې دي.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي عبدالکبیر د UNDP له مرستیالې شکونودا او مل پلاوي سره د راستنېدونکو د ملاتړ او د کډوالۍ د ستونزو دایمي حل په اړه بحث کړی دی.
شکونودا ویلي چې افغانستان د دوی لپاره لومړیتوب لري او د افغان کډوالو د ستونزو دایمي حل لپاره ژمن دي.
هغې زیاته کړې چې د راستنېدونکو د مهارتونو په کارولو سره د هغوی لپاره کاري فرصتونه رامنځته کوي.
پلاوي د ګډې کمېټې د جوړېدو وړاندیز هم کړی، او مولوي عبدالکبیر د UNDP له مرستو مننه کړې او له نړیوالو یې غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو د ملاتړ پروژې پراخې کړي.

