پاکستان کې د طالبانو حکومت پخواني سفیر مولوي عبدالسلام ضعیف ادعا کړې چې په تاجکستان کې د چینایي شرکت کارکوونکي د پاکستاني ډرون الوتکو لخوا په نښه شوي دي.
هغه ویلي، اسلاماباد غواړي د چین، تاجکستان او افغانستان ترمنځ بېباوري رامنځته کړي؛ خو زیاتوي چې دا ډول کړنې به رسوا شي او د پاکستان لپاره به درنه ضربه وي.
ضعیف د پاکستان پوځ «نااهل رژیم» بللی او وایي، د دوی دروغ اوس نه پټېږي.
دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې څو ورځې وړاندې پاکستاني الوتکو په خوست او یو شمېر نورو ولایتونو بریدونه وکړل چې د طالبانو حکومت د لسو ملکي کسانو د وژل کېدو ادعا کړې.

