په پاکستان کې د طالبانو حکومت پخواني سفیر مولوي عبدالسلام ضعیف خبرداری ورکړی چې د نړۍ روان وضعیت ښايي د یوې لویې نړیوالې جګړې پر لور روان وي.
ضعیف په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د ځینو ځواکمنو هېوادونو وروستي اقدامات د انسانیت پر ضد دي او د نړیوالو اصولو او امنیت لپاره جدي ګواښونه رامنځته کوي.
هغه ویلي: «نن نړۍ د افسټین د بلاک د ملاتړو د کړنو له امله د درېیمې نړیوالې جګړې پر لور روانه ده.»
عبدالسلام ضعیف همداراز هیله څرګنده کړې چې د مسلمانانو لپاره د خیر په هیله باید ددغه وضعیت د مخنیوي هڅې وشي.
نوموړي ټینګار کړی چې روان نړیوال وضعیت د اندېښنې وړ دی او د ده په خبره دا حالت د ټولې نړۍ جدي پاملرنې ته اړتیا لري.

