دوشنبه, مارچ 16, 2026
Homeافغانستانمولوي عبدالسلام ضعیف:امریکا د نیکولاس مادورو تښتونه د وینزویلا د شتمنیو د...

مولوي عبدالسلام ضعیف:امریکا د نیکولاس مادورو تښتونه د وینزویلا د شتمنیو د قبضې لپاره ترسره کړه

پاکستان کې د طالبانو حکومت پخواني سفیر مولوي عبدالسلام ضعیف ویلي، چې پر وینزویلا د امریکا لیوالتیا د دغه هېواد د طبیعي زیرمو د خپلولو لپاره ده او د همدې موخې لپاره یې د ولسمشر نیکولاس مادورو تښتونه ترسره کړې ده.

ضعیف په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی، چې امریکا غواړي د وینزویلا ټولې شتمنۍ تر خپل کنټرول لاندې راولي.

د هغه په وینا، دا کړنه یوازې د یوه هېواد پر ضد اقدام نه دی، بلکې د امریکا دا «کرغېړنه او تیری کوونکې» تګلاره په راتلونکي کې د نړۍ لپاره یو جدي نړیوال ګواښ جوړوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here