شنبه, مارچ 21, 2026
Homeافغانستانمولوي عبدالسلام حنفي:له پاکستان سره ستونزې باید د خبرو او منطقي طرحې...

مولوي عبدالسلام حنفي:له پاکستان سره ستونزې باید د خبرو او منطقي طرحې له لارې حل شي

‏د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، چې له پاکستان سره روانې ستونزې باید د خبرو اترو او یوې منطقي حل‌لارې له لارې هوارې شي.

هغه د پانګونې د جذب په اړه په یوې غونډه کې ټینګار کړی چې جګړه د هېڅ لوري په ګټه نه ده او هېوادونه باید د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې ولري.

حنفي ویلي، طالبان پر هېچا برید نه کوي؛.خو که پرې برید وشي، د ځواب حق لري.

دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د طالبانو حکومت او پاکستان اړیکې تر شخړې وروسته ترینګلې شوي او سوداګري یې په ټپه درېدلې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here