سه شنبه, مارچ 17, 2026
Homeافغانستانمولانا فضل الرحمن:د امیرخان متقي څرګندونې ستایم، د علماوو هڅې د پاکستان...

مولانا فضل الرحمن:د امیرخان متقي څرګندونې ستایم، د علماوو هڅې د پاکستان او افغانستان د اړیکو لپاره مهمې دي

د پاکستان د جمعیت علما اسلام ګوند مشر، مولانا فضل الرحمن، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د وروستیو څرګندونو هرکلی کړی.

نوموړي ویلي، د پاکستان د دیني عالمانو مشورې د دواړو هېوادونو اړیکو او سیمه‌ییزې سولې لپاره ارزښت لري.

هغه ټینګار کړی چې واکمن باید د علماوو هڅې ومني او د پاکستان او افغانستان ترمنځ د همکارۍ او سولې د پیاوړتیا لپاره یې ملاتړ وکړي.

مولانا فضل الرحمن زیاته کړې چې دا هڅې باید پراخه او دوامداره شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here