د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضلالرحمن د امریکا د ولسمشر په هغه څرګندونو سخت انتقاد کړی چې افغانستان یې د ځمکې پر مخ جهنم بللی دی.
فضلالرحمن ویلي، امریکا هغه مهال هم د اسراییلو ملاتړ نه پرېږدي چې په فلسطین کې سلګونه زره خلک وژل کېږي او ژوبلېږي، خو کله چې دوه امریکایان د یوه افغان له لوري په نښه شي، د هغوی ولسمشر افغانستان جهنم بولي.
هغه دا دریځ د واشنګټن دوهګوني چلند وباله او ټینګار یې وکړ چې دغه ډول څرګندونې د افغانانو د ملي عزت او د سیمې د واقعیتونو سره په ټکر کې دي.

