د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضلالرحمن ویلي چې امریکا په افغانستان کې د چین او روسیې پانګونه د منلو وړ نه بولي او دا موضوع د واشنګټن لپاره سره کرښه ده.
نوموړي په یوه ګډه خبري غونډه کې ادعا کړې چې امریکا د خپلو موخو لپاره له پاکستانه د نیابتي په توګه کار اخلي، او زیاته کړې چې پاکستان له ګڼو ګاونډیو هېوادونو سره له ستونزو سره مخ دی.
هغه ویلي: «هند سره هم دښمني کوي، له افغانستان سره هم دښمني کوي، چین هم ناراضه دی، له ایران سره هم اړیکې تر فشارونو لاندې دي، امریکا هم پر ایران برید ته ګواښېږي او په افغانستان کې د روسیې او چین پانګونې د یوې شېبې لپاره هم امریکا ته د منلو وړ نه دي، امریکا د هغه لپاره پاکستان د یوه نیابتي په توګه کاروي.»
فضلالرحمن همداراز ټینګار کړی چې د پاکستان بهرنۍ تګلاره باید بدله شي او د طالبانو له حکومت یې غوښتي چې له اسلاماباد سره اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.

