جمعه, مارچ 20, 2026
Homeافغانستانمولانا فضل‌الرحمن:د افغانستان په اړه د پاکستان تګلاره له لسیزو راهیسې ناکامه...

مولانا فضل‌الرحمن:د افغانستان په اړه د پاکستان تګلاره له لسیزو راهیسې ناکامه ده

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن یو ځل بیا د افغانستان په اړه د پاکستان پر پالیسیو توندې نیوکې کړي دي.

هغه دا څرګندونې په هغه ناسته کې کړې چې د افغانستان سره د سوداګرۍ د بیا فعاله کېدو لپاره یو شمېر پاکستاني سوداګران ورغلي وو.

فضل‌الرحمن ویلي، اسلام‌اباد له ۴۵ کلونو راهیسې داسې پالیسي تعقیبوي چې «نه د عملي کېدو وړ ده او نه یې پایله مثبته شوې».

نوموړي ادعا کړې چې د ضیاءالحق او پروېز مشرف په واکمنیو کې د افغانستان کړکېچ د پیسو د ترلاسه کولو لپاره کارول شوی او پاکستاني ادارو د افغانانو په نوم ډالر تر لاسه کړي دي.

هغه ټینګار کړی چې د سیمې د ثبات لپاره د سولې او ګډو اقتصادي همکاریو پر بنسټ نوې پالیسي جوړېدو ته اړتیا ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here