شنبه, مارچ 14, 2026
Homeکورپاڼهمولانا فضل‌الرحمان:خلک د ژوندي پاتې کېدو لپاره طالبانو ته باج ورکوي؛ خو...

مولانا فضل‌الرحمان:خلک د ژوندي پاتې کېدو لپاره طالبانو ته باج ورکوي؛ خو حکومت د غزې د سولې خبرې کوي

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمان د هېواد پر امنیتي وضعیت او د حکومت پر بهرني سیاست سختې نیوکې کړي دي.

هغه ویلي، په خپله سیمه کې خلک د ژوندي پاتې کېدو لپاره طالبانو ته باج ورکوي؛ خو حکومت د غزې د سولې خبرې کوي.

نوموړي زیاته کړې چې دولت د خپلو وګړو امنیت نه شي تأمینولای او دا وضعیت د منلو وړ نه دی.

د دغو څرګندونو وروسته د پاکستان د ملي شورا غونډه وځنډول شوه.

دا څرګندونې داسې مهال شوې چې لومړي وزیر شهباز شریف د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «سولې بورډ» غړیتوب منلی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here