چهارشنبه, مارچ 18, 2026
Homeافغانستانمولانا فضل‌الرحمان:اسلام‌آباد دې له افغان طالبانو سره د احتمالي نښتې پر وړاندې...

مولانا فضل‌الرحمان:اسلام‌آباد دې له افغان طالبانو سره د احتمالي نښتې پر وړاندې له احتیاط څخه کار واخلي

د پاکستان او د طالبانو حکومت ترمنځ د ترینګلتیا له زیاتوالي وروسته، د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمان له اسلام‌آباد څخه غوښتنه کړې چې له افغان طالبانو سره د احتمالي نښتې پر وړاندې دې له احتیاط او تدبر څخه کار واخلي.

نوموړي د پاکستان له سماء تلویزیون سره په مرکه کې ویلي:«د ترهګرۍ پراخېدل د پاکستان د دولت د تېروتنو پایله ده.»

هغه ټینګار کړی چې ترهګري یو تاریخي شالید لري او د پاکستان حکومت تېروتنې یې د پراخېدو سبب شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني چارواکو خبرداری ورکړی، که افغان طالبان د ټي‌ټي‌پي او د بلوڅ یاغیانو پر ضد همکاري ونه‌کړي؛ نو پاکستان به ممکن د افغانستان خاورې ته داخل شي او پر مخالفینو به بریدونه وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here