د مولانا حمیدالحق سیاسي ځای ناستي مولانا عبدالحق ثاني ویلي، ژمنه کوي، چې پاکستان کې به اسلامي نظام نافذ کړي.
هغه د خپل پلار د جنازې مراسمو کې ویلي، پاکستان د هیچا شخصي ملکیت نه دی او دوی به په کې اسلامي نظام نافذوي.
نوموړي ویلي، « پاکستان زمونږ دی او مونږ به د خپلو شهیدانو د وینو انتقام اخلو.»
هغه په دې اړه څه نه دي ویلي، چې دا د چا کار دی؛ خو ژمنه یې کړې، چې غلی به پاتې نه شي.
د یادونې ده، چې حمیدالحق حقاني د جمعې په ورځ په یوځانمرګي برید کې له خپلو نورو ملګرو سره یو ځای د اکوړه خټک په حقاني مدرسې کې ووژل شو.

