جمعه, مارچ 13, 2026
Homeافغانستانمنظور پښتین د جرګې ګډونوالو ته:په افغانستان له واکمنو طالبانو وغواړئ، چې...

منظور پښتین د جرګې ګډونوالو ته:په افغانستان له واکمنو طالبانو وغواړئ، چې د نجونو ښوونځي پرانېزي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د خیبر په ریګي للمه سیمه کې قامي لویې جرګې ته په وینا کې د جرګې له ګډونوالو غوښتي، چې پر افغانستان له واکمنو طالبانو وغواړي څو د نجونو پر مخ د زده‌کړو دروازې پرانیزي.

منظور پښتین ویلي، پښتانه د ډیورند کرښه نه‌مني او د کرښې په اوږدو کې د خلکو او توکو ازاد تګ راتګ ته دې د پخوا په څېر اجازه ورکړل شي.

نوموړي همدا راز زیاته کړې، چې د پاکستان پوځ او پاکستاني طالبان یا ټي‌ټي‌‌پي دواړه دې د پښتنو له سیمې ووځي.

پښتین ویلي چې په سیمه کې ناامني د دوی له‌خوا رامنځته شوې ده.

د پاکستان حکومت او پوځ د دغو څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here