د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، پاکستان خپل اصلي دښمن هند نه، بلکې پښتانه ګڼي.
هغه دا خبرې وروسته له هغه وکړې چې په تیرا، جاني خېلو، خیبر او بنو کې د پاکستاني پوځیانو په بریدونو کې ښځو او ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته.
پښتین وایي، پاکستان د هند پر ځای غچ له بېګناه پښتنو اخلي او د دوی کلي ړنګوي.
هغه یو وار بیا د پښتنو مشرانو پر نیولو نیوکه کړې.

