د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د افغانستان د ختیځو سیمو وروستۍ زلزلې په تړاو د خواخوږۍ پیغام خپور کړی دی.
هغه ویلي، یوازې په کونړ کې تر اته سوه ډېر کسان شهیدان او په زرګونو نور ټپیان شوي دي، همدارنګه په ننګرهار، لغمان او نورستان کې هم سلګونه کسان د دې ناورین ښکار شوي دي.
پښتین د افغان ملت، په ځانګړي ډول د کونړ او ننګرهار له خلکو سره خپله غمشریکي څرګنده کړې او له ټولو هېوادوالو او بهر مېشتو افغانانو یې غوښتنه کړې چې د زلزلهځپلو مرستې ته لاس ورکړي.
نوموړي له بهر مېشتو هم غوښتي چې د نړیوالو ادارو او هېوادونو له لارې د انساني بنسټونو پر اساس د دغو سیمو لپاره د مرستو غوښتنه وکړي.
پښتین د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي، د شهیدانو لپاره یې د جنت او د ټپیانو لپاره یې د عاجلې روغتیا دعا کړې ده.
هغه زیاته کړې، له بده مرغه د دې غمیزې په څنګ کې لا هم د سیمې پر ولسونو د ظلم او فشار هڅې روانې دي.

