شنبه, مارچ 28, 2026
Homeافغانستانملګري ملتونه:۱.۹ میلیونه راستانه شوي افغانان له سختو شرایطو سره مخ دي

ملګري ملتونه:۱.۹ میلیونه راستانه شوي افغانان له سختو شرایطو سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې د بهرنیو اړیکو مسووله دومېنیک هایډ وايي، سږ کال نږدې ۱.۹ میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي یا له ګاونډیو هېوادونو را ایستل شوي دي.

هغې خبرداری ورکړی چې د نړیوالو مرستو کمښت دې راستنېدونکو ته د اړینو خدمتونو رسونه له ستونزو سره مخ کړې، ان دومره پیسې نه لري چې خواړه پرې وپېري.

د هایډ په وینا، د بودجې کموالی شاوخوا ۱۱.۶ میلیونه افغان کډوال له بشري مرستو بې‌برخې کېدو له خطر سره مخ کړي دي چې دا شمېر د ټولو ملاتړ کېدونکو کډوالو نږدې یوه پر درېیمه برخه جوړوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here