چهارشنبه, مارچ 18, 2026
Homeافغانستانملګري ملتونه:۱.۷ میلیونه افغان ماشومان د سختې خوارځواکۍ له خطر سره مخ...

ملګري ملتونه:۱.۷ میلیونه افغان ماشومان د سختې خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، په افغانستان کې د خوارځواکۍ کچه په زیاتېدو ده او هره ورځ ګڼې مېندې او ماشومان د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته ورځي.

یادې ادارې ویلي، چې روان کال یې زرګونه اړمنو کسانو ته مغذي خواړه رسولي، خو خبرداری ورکوي چې د نړۍوالو مرستو کمښت د ماشومانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ټام فلچر ټینګار کړی، چې د مرستو د کمېدو له امله سلګونه روغتیايي کلینیکونه او د خوړو د وېش مرکزونه تړل شوي او شاوخوا ۱،۷ میلیونه افغان ماشومان د سختې خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here