د طالبانو حکومت د بیا واکمنېدو څلورمې کلیزې په درشل کې، د ملګرو ملتونو د ښځو د برابرۍ ادارې ځانګړې استازې سوزان فرګوسن ویلي، چې پر افغان ښځو او نجونو لګول شوي بندیزونه اوس د خلکو د ورځني ژوند برخه ګرځېدلي او هېڅ محدودیت نهدی لرې شوی.
هغې دا د ښځو د حقونو تر ټولو ستر نړیوال ناورین وباله چې مخ په عادي کېدو روان دی.
فرګوسن ټینګار وکړ، چې ۴۰ سلنه افغان ښځې لا هم د بدلون هیله لري او نړۍواله ټولنه باید د هغوی د بنسټیزو حقونو او اقتصادي ونډې ملاتړ ته دوام ورکړي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، شاوخوا ۸۰ سلنه نجونې له زدهکړو، کار او روزنیزو فرصتونو بېبرخې دي چې د هېواد اقتصاد ته به تر ۲۰۲۶ کال پورې نږدې ۹۲۰ میلیونه ډالر زیان ورسوي.
یاد سازمان ویلي چې افغانستان کې ښځې په کابینه او سیمهییزو جوړښتونو کې هیڅ ګډون نهلري.
د دې سازمان په وینا، د ایران او پاکستان څخه د ۱.۷ میلیونه کډوالو جبري ستنېدل، چې ډېری یې ښځې او نجونې دي، د ناورین ژورتیا ډېره کړې ده.

