ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال په نړیوال اقتصادي راپور کې خبرداری ورکړی چې د نړۍ اقتصاد د کرونا وبا له مخکینۍ دورې سره په پرتله د اوږدمهالې ټیټې ودې له جدي خطر سره مخ دی.
د راپور له مخې، که څه هم په ځینو هېوادونو کې اقتصادي فعالیتونه روان دي؛ خو اوسنی اقتصادي رشد هغه وړتیا نه لري چې پراخ او ټولشموله پرمختګ تضمین کړي.
ملګري ملتونه وايي، د اقتصادي ودې ګټې په عادلانه ډول نه وېشل کېږي او د عایداتو نابرابري، بېوزلي، او کاري فرصتونو کمښت لا هم جدي ننګونې دي.
راپور ټینګار کوي چې که نړیوال اقتصاد د دوامدارې او ټولشمولې ودې پر لور ونه ځي، نو د پرمختګ تشه به لا پراخه شي.
په راپور کې پر هېوادونو غږ شوی چې د اقتصادي اصلاحاتو، پانګونې، او ټولنیزو ملاتړکوونکو پروګرامونو ته لومړیتوب ورکړي، تر څو وکولای شي د خلکو د ژوند کچه لوړه کړي او د اقتصادي ودې ګټې ټولو ته ورسېږي.

