ملګرو ملتونو ویلي، چې په غزه کې قحطي اوس رسمي حقیقت دی او هره ورځ د لوږې له امله د ماشومانو او ملکي وګړو مړینې ډېرېږي.
د بشري مرستو مرستیالې جویس موسویا امنیت شورا ته ویلي، چې نیم میلیون خلک له سختې لوږې او مرګوني ګواښ سره مخ دي، او که مرستې ونه رسېږي، دا شمېر به د سپټمبر تر پایه ۶۴۰ زرو ته ورسېږي.
ملګرو ملتونو اټکل کړی، چې لږ تر لږه ۱۳۲ زره ماشومان د خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.
د غزې د روغتیا وزارت په وینا، یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لس تنه، چې دوه ماشومان هم پکې دي، د لوږې له امله مړه شوي دي.
تر اوسه په ټولیز ډول ۳۱۳ کسانو، چې ۱۱۹ یې ماشومان دي، د لوږې او خوارځواکۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.

