د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وایي، د یوې تازه نظرپوښتنې له مخې د افغانستان نږدې نوي سلنه خلک په ښارونو او کلیو کې د نجونو د زده کړو پلوي کوي.
د دې ادارې د بشري حقونو مشرې، سوفیا کالتورپ، په جینوا کې ویلي چې د جولای او اګست په میاشتو کې ترسره شوې سروې ښيي، چې اووه نوي سلنه ښځې باور لري چې د زده کړو بندیز د دوی پر ژوند منفي اغېز کړی، ناهیلي یې کړې او پر رواني حالت یې سخت اغېز کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څلورو کالو راهیسې د طالبانو حکومت د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلي او د خلاصېدو هیڅ څرک یې نه لېدل کېږي.

