د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي چې د افغانستان د وجهي صندوق په ملاتړ یې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۱۴۷ زره او ۵۴۵ کسانو ته روغتیايي خدمات برابر کړي دي.
د راپور له مخې، په دغو خدماتو کې امېندوارې مېرمنې، نوي زېږېدلي ماشومان، کوچنیان او زلمیان شامل دي، چې موخه یې د کورنیو د روغتیا پیاوړتیا ده.
دا مرستې په ځانګړي ډول په لرې پرتو سیمو کې ښځو او ماشومانو ته رسول شوې دي.
ملګرو ملتونو زیاته کړې چې یاد روغتیايي مرکزونه کورنیو بېځایه شویو، بېرته راستنېدونکو او کوربه ټولنو ته بنسټیز خدمات وړاندې کوي.

