ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ويلي، هغه افغانان چې بېرته هېواد ته ستنېږي، په ځانګړي ډول ښځې، پخواني دولتي کارکوونکي، پوځيان او خبريالان، د طالبانو له لوري له شکنجې، خپلسري بندۍ او د بشري حقونو له جدي نقض سره مخ دي.
دغه راپور يوناما او د بشري حقونو دفتر چمتو کړی، چې له ۴۹ بېرتهراستانه شويو افغانانو سره په ۲۰۲۴ کال کې مرکې پکې شوې دي.
دا کسان ډېری له ايران او پاکستان څخه شړل شوي دي.
راپور زياتوي، ځینې بېرته راستانه شوي کسان د طالبانو له وېرې پټ ژوند کوي، او ځينې يې سختې شکنجې تېرې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر وولکر تورک ويلي، هېڅوک بايد داسې هېواد ته بېرته ونه لېږل شي چې هلته د پېژندګلوي يا تېرې دندې له امله له خطر سره مخ وي.

