د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وایي، دوی په افغانستان کې د ښځو ملاتړ ته دوام ورکوي چې د سختو ننګونو پر وړاندې ودریږي او د خپل مقام د بیرته ترلاسه کولو لپاره چمتو شي.
دغې ادارې ویلي، چې څلور کاله مخکې افغان ښځې د زدهکړې، ورزش او حتی د ولسمشرۍ د کاندیدتوب حق درلود؛ خو اوس دا ټول حقونه د طالبانو تر واک لاندې له منځه تللي دي، او افغانستان د ښځو د حقونو له پلوه د نړۍ په کچه تر ټولو ژور بحران تجربه کوي.
ملګرو ملتونو همدا راز ویلي، چې د افغان ښځو ملاتړ ته دوام ورکوي او ویلي چې د دوی تاریخي مبارزه د ستاینې وړ ده، چې لا په ۱۹۱۹ کال کې یې د رایې حق ترلاسه کړی و.

