ملګرو ملتونو ویلي، په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر ښځینه کارکوونکو د بندیزونو له امله د ژغورنې اړین خدمتونه ځنډېدلي دي.
د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال ټینګار کړی چې د ښځو له ګډون پرته مرستندویه پروګرامونه عملي کېدلای نه شي.
د راپور له مخې، د یکشنبې په ورځ طالبانو د ملګرو ملتونو افغان ښځینه کارکوونکې له دفترونو منع کړې، چې ورسره د نقدو مرستو وېش او د بېرته ستنو شویو لپاره د ملاتړ مرکزونه وتړل شول.
ملګرو ملتونو ویلي، یوازې د روان کال په اوږدو کې شاوخوا ۲.۶ میلیونه افغانان له ګاونډیو هېوادونو بېرته ستانه شوي، چې ډېری یې د خپلې خوښې خلاف دي، او د بېرته ستنېدونکو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي.

