یکشنبه, مارچ 15, 2026
Homeکورپاڼهملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی:پاکستان د ترهګرۍ په وړاندې په نړیواله...

ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی:پاکستان د ترهګرۍ په وړاندې په نړیواله مبارزه کې له ۹۰ زره نه زیاتې قربانۍ ورکړې

ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي اسیم افتخار ویلي، چې کشمير د پاکستان او هند ترمنځ اصلي شخړه ده او باید د کشميري خلکو د ارمانونو مطابق حل شي.

افتخار ویلي، چې پاکستان د پاهلګام په سیمه کې د وروستي ترهګریز برید سره هېڅ تړاو نه لري او له نړیوالې ټولنې د همکارۍ غوښتنه کوي تر څو په شفافه توګه د پېښې پلټنه وشي.

هغه زیاته کړې چې پاکستان د ترهګرۍ په وړاندې په نړیوالې مبارزې کې له ۹۰ زره نه زیاتې قربانۍ ورکړې دي.

نوموړي د هند لخوا د انډس د اوبو تړون ځنډولو باندې هم اندېښنه ښودلې او دا یې د نړیوالو قوانینو نقض بللی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here