د سعودي عربستان استازي د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې ویلي، چې ریاض د افغانستان له ثبات څخه ملاتړ کوي او د دغه هېواد له سخت اقتصادي او بشري وضعیت په اړه اندېښنه لري.
نوموړي ټینګار کړی چې افغانستان باید د ترهګرۍ او نشهيي توکو د قاچاق مرکز نه شي.
هغه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانانو سره د بشري مرستو په برخه کې لا ډېره همکاري وکړي.

