د ملګرو ملتونو په سازمان کې د ایران استازولۍ د اروپايي پارلمان د غړو، د دغه پارلمان د رئیس په ګډون، د ایرانیانو د ملي پاڅون په اړه څرګندونې د هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې.
یادې استازولۍ ویلي چې د اروپایي ټولنې ریاکاري او د بشري حقونو او اصولو په وړاندې دوهګونی چلند د کرکې وړ دی.
دغې استازولۍ زیاته کړې: «همدا د اروپايي پارلمان غړي چې په غزه کې د نسلوژنې او د اسراییلو د یرغلګرې جګړې پر مهال د سلګونو ایرانیانو د وژل کېدو پر وړاندې چوپ پاتې شول، اوس هڅه کوي چې په ایران کې د سولهییزو اعتراضونو په اړه تحریف شوې کیسې خپرې کړي او د دښمنانه موخو لپاره د ایران د خلکو د حقونو په نوم د تمساح اوښکې توی کړي.»

