سه شنبه, مارچ 24, 2026
Homeافغانستانملګرو ملتونو کې د امریکا استازې:افغانستان باید د سیمې له ثبات سره...

ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې:افغانستان باید د سیمې له ثبات سره مرسته وکړي

د ملګرو ملتونو لپاره د امریکا استازې دوروتي شي د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه کې ویلي چې بدلون باید دننه له افغانستانه پیل شي.

هغې ویلي، که څه هم د امریکا تمرکز په افغانستان کې کم شوی، خو د امریکايي بندیانو ازادي لا هم د واشنګټن له مهمو لومړیتوبونو ده.

نوموړې ټینګار کړی چې افغانستان باید ترهګرو ته پناه ورنه‌کړي او د سیمې له ثبات سره مرسته وکړي.

مېرمن شي د افغانستان اوسنی وضعیت خراب وباله او ویې ویل چې خلک یې لا هم له بې‌وزلۍ، وزګارتیا، د خدمتونو له نشتوالي او طبیعي پېښو سره مخ دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here