پنجشنبه, مارچ 19, 2026
Homeافغانستانملګرو ملتونو امنیت شورا کې د هند غږ:پر افغانستان د پاکستان بریدونه...

ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د هند غږ:پر افغانستان د پاکستان بریدونه او اقتصادي فشارونه د ملګرو ملتونو له منشور سرغړونه ده

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د هند دایمي استازي پرواتنني هارش د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه د غونډې پر مهال پر افغانستان د پاکستاني پوځ وروستي هوايي او توغندیز بریدونه په کلکه غندلي، او هغه یې د ملکي وګړو پر وړاندې د ملګرو ملتونو له منشور سرغړونه بللې،.

هندي استازي ټینګار کړی، چې په دغو بریدونو کې نه یوازې عام وګړي زیانمن شوي، بلکې د افغانستان یو شمېر ورزشکاران او کرېکټ لوبغاړي هم د هدف لاندې راغلي چې دا ډول کړنې د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.

هارش زیاته کړې، چې ملکي ژوند، د هېوادونو حاکمیت او د سرحدي ثبات ساتنه د ملګرو ملتونو د منشور بنسټیز اصول دي او باید ټول غړي یې احترام وکړي.

هغه همدارنګه ویلي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ په داسې وخت کې لارې تړل شوي چې د میوو د حاصلاتو مهم فصل روان و، او دا بندیزونه افغان سوداګرو ته د میلیونونو ډالرو اقتصادي زیانونه رسوي.

د هند استازي ویلي، چې پاکستان اقتصادي فشار او سوداګري باید د سیاسي فشار د وسیلې په توګه و نه کارول شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here