پنجشنبه, مارچ 12, 2026
Homeافغانستانملا هبت‌الله:له جواز پرته چاته د وسلو ګرځولو اجازه نشته

ملا هبت‌الله:له جواز پرته چاته د وسلو ګرځولو اجازه نشته

‏د طالبانو د حکومت مشر ملاهبت‌الله اخوندزاده په یوه تازه خپور شوي فرمان کې ویلي، چې تر دې وروسته هېڅوک حق نه لري چې د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت له جواز پرته سپکې او درنې وسلې وګرځوي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په خپله اېکس پاڼه لیکلي:”مسوولینو، مجاهدینو، منسوبینو او عامو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د ملاهبت الله د (۵۱۹) ګڼه حکم له مخې مکلف دي چې د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت له اجازې پرته د سپکو او درنو وسلو او مهماتو له ساتنې او لېږد رالېږد څخه ډډه وکړي.“

‏په دغه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې پخواني وېشل شوي جوازونه، لیکونه، استعلامونه او مکتوبونه هم له دې وروسته بې اعتباره دي.

‏خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې د ملاهبت الله د حکم له مخې د تورو ښېښو لرونکو موټرونو د ګرځولو د جواز کړنلاره تایید او منظور شوې ده.

خبرپاڼه وایي، چې د طالبانو د ټولو ادارو چارواکي، منسوبین او عام هېوادوال مکلف دي چې د کورنیو چارو وزارت د جرمونو د کشف او په وړاندې یې د مبارزې ریاست د اجازه لیک پرته د پوځي او ملکي موټرونو په ښېښو د پردو له لګولو څخه ډډه وکړي.

یاده خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې د طالبانو د ملي دفاع وزارت او د استخباراتو ریاست منسوبین چې د دغو حکمونو له مخې په شرایطو برابر وي د خپلو ادارو له لوري ورته جوازونه چاپ او وېشل کېږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here