سه شنبه, مارچ 17, 2026
Homeافغانستانملا عبداللطیف منصور؛له ترکي پانګوالو سره د دریو سترو پروژو پر پانګونې...

ملا عبداللطیف منصور؛له ترکي پانګوالو سره د دریو سترو پروژو پر پانګونې خبرې کړي دي

د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزیر، ملا عبداللطیف منصور، د «کوتای اِنسات» ترکي شرکت له مسؤلینو سره په لیدنه کې د اوبو او برېښنا د لویو پروژو په برخه کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې کړي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، ترکي پانګوالو د اوبو او برېښنا بندونو او د اوبو رسولو په پروژو کې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړې
او د اوبو او انرژۍ وزیر د پانګونې لپاره د دریو مهمو پروژو وړاندیز کړی چې له مخې یې: د ګمبیري اوبولګولو او برېښنا تولید بند پروژه، له صیاد څخه تر نوي کابل پورې د اوبو رسولو پروژه، او له للندر شاتوت څخه تر کابل پورې د اوبو رسولو پروژه ده.

ملا عبداللطیف منصور ډاډ ورکړی چې وزارت به په دغو پروژو کې د پانګونې لپاره اړینې آسانتیاوې برابرې کړي او ټینګار یې کړی چې د تخنیکي او اجرایي چارو د پرمخ بېولو لپاره دې د دواړو لورو ترمنځ تخنیکي ناستې ترسره شي.

په ورته وخت کې، ترکي پانګوالو د تخنیکي څېړنو او د پانګونې د راتلونکو پړاوونو د عملي کولو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی او له اوبو او انرژۍ وزارت سره یې د همکاریو پر دوام ټینګار کړی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here