سه شنبه, مارچ 24, 2026
Homeافغانستانملا عبدالسلام ضعیف:د پاکستان هوايي بریدونه احمقانه اقدام دی، عواقب به یې...

ملا عبدالسلام ضعیف:د پاکستان هوايي بریدونه احمقانه اقدام دی، عواقب به یې د اسلام‌اباد پر غاړه وي

پاکستان کې د طالبانو حکومت پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف د پاکستان له‌خوا پر افغانستان د ترسره شویو هوایي بریدونو او سرغړونو کلکه غندنه کړې ده.

ضعیف ویلي، دا بریدونه د پاکستان د پوځ «احمقانه او غیرمسؤلانه اقدام» دی، او موخه یې دا ده چې د پاکستان واکمنان د خپل هېواد له خراب سیاسي او امنیتي وضعیت څخه د خلکو پام بل لوري ته واړوي.

هغه ټینګار کړی، چې د افغانستان پر خاوره دا ډول تجاوز د منلو نه دی او د دې کړنو ټول عواقب به د پاکستان پر حکومت او پوځ راجع وي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here