پاکستان کې د طالبانو پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف ویلي چې د ایراني پوله ساتو لخوا د غریبو افغانانو وژنه، وحشي او د بشر ضد عمل دی.
ملا عبدالسلام ضعیف په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د دې وحشت پوښتنه باید ضرور وشي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د ایران پوله ساتو ځواکونو د ایران په سراوان سیمه کې په افغان کډوالو برید کړی او ډېری افغانان یې وژلي دي.
د ایران دغې کړنې د ګڼو خلکو غبرګونونه را پارولي دي.
د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

