یکشنبه, مارچ 29, 2026
Homeافغانستانملا عبدالحق وثیق:د «اسلامي امارت» پر وړاندې هیڅ ځواک د ودریدو جرات...

ملا عبدالحق وثیق:د «اسلامي امارت» پر وړاندې هیڅ ځواک د ودریدو جرات نه شي کولای، ځکه یو قوي نظام لرو

د طالبانو حکومت د استخباراتو رییس ملا عبدالحق وثیق د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې د لمانځلو په مراسمو کې ویلي، چې «اسلامي امارت» یو پیاوړی نظام دی او هېڅوک یې پر وړاندې د ودریدو جرات نه شي کولای.

ښاغلي وثیق ویلي چې نظام یې د اسلامي نظام او شریعت تطبیق ته ژمن دی او هېچا ته به په کورنیو چارو کې د لاسوهنې اجازه ور نه کړي.

ملا عبدالحق وثیق خبرداری ورکړ هر هغه څوک چې د افغانستان د نیولو فکر لري باید د تېر تاریخ مطالعه وکړي او د نورو یرغلګرو له برخلیک څخه عبرت واخلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here