چهارشنبه, اپریل 1, 2026
Homeافغانستانملا حسن وانګ‌يي ته:زمونږ له برحقه دریځونو ملاتړ وکړئ

ملا حسن وانګ‌يي ته:زمونږ له برحقه دریځونو ملاتړ وکړئ

د طالبانو حکومت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخند د چین له بهرنیو چارو وزیر وانګ یي سره لیدلي دي.

په دې کتنه کې ملا حسن له چین څخه مننه کړې او غوښتنه یې کړې چې بیجینګ دې د افغانستان «برحقه» دریځ څخه په نړیوالو ډګرونو کې ملاتړ ته دوام ورکړي.

د طالبانو حکومت رییس‌الوزرا ویلي، افغانستان اجازه نه ورکوي چې خاوره‌یې د بل چا پر ضد وکارول شي، او له ټولو هېوادونو یې غوښتي چې له کابل سره د مثبت تعامل لاره خپله کړي.

د اعلامیې له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزیر ژمنه کړې چې هېواد یې له افغانستان سره په اقتصادي او امنیتي برخو کې همکاري ته دوام ورکوي او د طالبانو له حکومت یې غوښتي چې د چین امنیتي اندېښنې درک کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here