په مزارشریف ښار کې د ۷۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سوداګریز مارکېټ د پرانیستې په مراسمو کې، د طالبانو حکومت ړ ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له نړۍ وغوښتل چې د تحریمونو پر ځای له «اسلامي امارت سره خپلې اقتصادي اړیکې پراخې کړي.
نوموړي وویل، یو باثباته افغانستان د سیمې او نړۍ اقتصادي هوساینې ته ګټه رسوي.
په ورته وخت کې د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا وویل، دا پروژه به سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.
یاد اتهپوړیز مارکېټ ۸۷۰ دوکانونه لري، په دوو کلونو کې به بشپړ شي او هر کال به ۴۳ میلیونه افغانۍ د اجارې له لارې عاید ولري.

