د طالبانو حکومت د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي، چې «اسلامي امارت» د هغو صنعتکارانو لپاره چې په هېواد کې د سړو خونو د جوړولو په برخه کې پانګونه کوي، د پنځو کلونو لپاره د مالیاتو معافیت په پام کې نیولی دی.
د نوموړي په وینا، دا اقدام د کرنیزو محصولاتو د ساتنې او د کورني صنعت د ودې په موخه ترسره کېږي.
ملا عبدالغني برادر دا څرګندونې په هرات ولایت کې د برېښنا د څو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې کړې.
هغه ټینګار کړی، چې د برېښنا شرکت مکلف دی په هر ډول شرایطو کې د دغو صنعتکارانو لپاره اړینه برېښنا برابر کړي، څو یادې پروژې په دوامداره توګه فعالیت وکړي.

