د طالبانو د حکومت لوړپوړی چارواکی، ملا عبدالغني برادر، قطر ته د یو میاشتې درملنې لپاره تللی دی.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمیټې اعلان کړی، چې د ملا برادر د سفر بندیز یې له ۹ فبرورۍ څخه د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر ۳مې پورې معاف کړی دی.
د طالبانو حکومت تر اوسه د ملا برادر د سفر د اصلي لامل او د هغه د ناروغۍ په اړه څه نه دي ویلي.
دا هم معلومه نه ده چې ملا برادر د کومې ناروغۍ سره مخ دی.
د یادونې ده، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمیټې له دې وړاندې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د حج او اوقافو وزیر نورمحمد ثاقب ته هم د عربي متحده اماراتو او سعودي عربستان ته د سفر اجازه ورکړې وه.

