د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ په پاکستان کې د ښځو او د مدني ټولنې د فعالانو د نیولو پر لړۍ سختې نیوکې کړې او دا یې د بشري حقونو له اساسي ارزښتونو سره په څرګند ټکر کې بللې ده.
ملالې یوسفزۍ پر خپلې ایکس پاڼې په خپره کړې څرګندونه کې ویلي، چې دا ورته د جدي اندېښنې وړ ده چې په پاکستان کې ښځې او مدني فعالان یوازې د ټولنیزو رسنیو د څرګندونو له امله نیول کېږي او آن تر لسو کلونو پورې د بند درنې سزاوې ورکول کېږي.
د هغې په وینا، دا ډول چلند د بنسټیزو بشري حقونو ښکاره نقض او د هغو ارزښتونو خلاف دی چې د هېواد بنسټ پرې اېښودل شوی دی.
نوموړې ټینګار کړی چې د پاکستان د ښځینه فعالانو او د مدني ټولنې د غړو تر څنګ ولاړه ده او له قوانینو، دولتي بنسټونو او واکمنو ادارو یې غوښتي چې د عدالت تامین ته جدي پاملرنه وکړي.

