د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وايي، افغانستان کې له زدهکړو د نجونو منع کول نه یوازې بېعدالتي ده؛ بلکې جنسي اپارتاید هم بلل کېږي.
نوموړې ویلي، څلورم کال دی، چې له یوولس کلنۍ د لوړ عمر لرونکې نجونې د طالبانو له لوري له زدهکړو منع شوې دي.
د هغې په خبره، طالبانو له نجونو ګڼ فرصتونه اخیستي دي.
د یادونې ده، چې د طالبانو حکومت په لومړي سر کې ویلي وو، چې د نجونو پر زدهکړو یې بندیزونه لنډ مهالي دي؛ خو له نږدې څلور کالو تېرېدو وروسته لاهم دا لنډ مهالی بندیز پای ته نه دی رسېدلی.

