د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وایي، چې طالبان د اسلام دین او افغاني کلتور ته ژمنتیا نه لري.
ملالې یوسفزۍ له یو تلویزیوني چینل سره په مرکه کې ویلي، چې اسلام هېڅکله د ښځو زده کړه او کار نه دی منع کړی.
نوموړې په دې مرکه کې زیاته کړې چې له افغان مېرمنو سره د نړیوالې ټولنې ملاتړ کمرنګه دی او دا کار به یواځې د افغانستان په زیان نه بلکې د ټولې نړۍ په زیان تمام شي.

