پنجشنبه, مارچ 26, 2026
Homeافغانستانمعصوم ستانکزی:د روسیې له‌خوا د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندنه یوه بله...

معصوم ستانکزی:د روسیې له‌خوا د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندنه یوه بله ستر تېروتنه ده

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس، معصوم ستانکزي، ویلي چې د روسیې له‌خوا د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندنه یوه بله «ستر تېروتنه» ده چې د افغانانو مشروعو هیلو ته زیان رسوي.

هغه په خپل ایکس کې لیکلي، دا اقدام نه د ترهګرۍ خطر کموي، نه انساني بحران حل کوي، بلکې د داخلي مشروعیت نشتوالي له امله سیمه‌ییزې او نړیوالې نښتې زیاتوي.

ستانکزی وايي، طالبان د ښځو حقونو، بشري حقونو او ټول‌شموله حکومت جوړولو کې پاتې راغلي او لا هم له ترهګرو ډلو سره اړیکې لري.

نوموړي زیاته کړې، چې دې ناکامۍ د مهاجرت نوې څپه راپارولې او د افغانستان بحران یې ژور کړی.

هغه ټینګار کړی چې تل د افغانستان پر ځای د نورو پرېکړې پرې تپل شوې او د روسیې دا اقدام د نړیوالو د نه‌همغږۍ او اصولو ته د نه‌پاملرنې بله بېلګه ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here