د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس محمد معصوم ستانکزی وایي، ولس د کلونو راهیسې د لویو قدرتونو او سیمهییزو هېوادونو د ګټو قرباني شوی، او اوس د بشري معیارونو تر پښو لاندې کولو له امله مهاجرین له یوې سترې فاجعې سره مخ دي.
نوموړی زیاتوي چې باید له تېرو ناخوالو زده کړه وشي، او یوازې د یووالي او ګډو هڅو له لارې دا ناورین بدلېدای شي.
هغه ټینګار کړی، چې د یو بل منل بریا راولي، خو نفاق بیا ناکامي زېږوي.

